افغانستانخبرونه

ماليزيا کې د افغانستان سرپرست سفير د کاديلان ملي ټولنې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

په ماليزيا کې د افغانستان داسلامي امارت سرپرست سفير نقيب الله احمدي د کاديلان ملي ټولنې په کلنې غونډه کې ګډون وکړ.ياد سفارت پرخپله اکس پاڼه ليکلي دي، چې احمدي د هغه هيواد په رسمي بلنه په ياده غونډه کې ګډون کړی و.سرچينې زياته کړې، د کاديلان ملي ټولنې په ياده کلنۍ غونډه کې د ماليزيا لومړي وزير داتو سري انور ابراهيم، د يادې ټولنې مشرې او د لومړي وزير مېرمنې ډاکټرې وان عزيزه، د کابينې غړو، د بېلا بېلو هيوادونو سفيرانو او د سياسي ګوندونو استازو هم ګډون کړی و.د يادونې وړ ده، چې په ماليزيا کې د افغانستان سرپرست سفير د دې غونډې په څنډه کې له ماليزيايي چارواکو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د بېلا بېلو موضوعاتو او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *