افغانستانخبرونه

غزني کې د ماين چاودنې له امله ۹ تنه ماشومانو ژوند بايللی

د غزني ولايتي چارواکي وايي، د ګېرو ولسوالۍ په ځدراڼو کلي کې د يوه پخواني ماين د چاودنې له امله ۹ تنه ماشومانو خپل ژوند بايللی. د غزني د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې پېښه وړم ماسپښين شا و خوا درې نيمې بجې شوې ده. وژل شوي ماشومان ټول د ځدراڼو کلي اوسېدونکي دي، چې پنځه تنه يې نجونې او څلور نور يې هلکان وو او عمرونه يې له څلورو تر لسو کلونو پورې وو. د چارواکو په خبره دغه ماين د روسانو له وخته پاتې و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *