افغانستانخبرونه

سيګار: امريکا د افغانستان لپاره ۸ ميليارده ډالر ځانګړي کړي

سيګار يا په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر، کانګرېس ته په خپل نوي درې مياشتني راپور کې ويلي: د ۲۰۲۱ په اګست کې د  اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته امريکا د افغانستان په تړاو ۸ ميليارد ډالره ځانګړي کړي، چې د دې پيسو ډېره برخه افغان اتباعو يا کډوالو ته ځانګړې شوې ده. د سيګار په راپورکې، چې وړمه ورځ خپور شوی راغلي، په دې پيسو کې د افغانستان بانک هغه درې نيم ميليارد ډالره هم شامل دي ،چې په سويس کې د افغانستان لپاره نوي جوړ شوي صندوق ته انتقال شوي دي. د سيګار د راپور له‌مخې: امريکا په ياده موده کې تر ۲ ميليارد ډالره زياتې پيسې عمدتاً بشري چارو ته ځانګړې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *