
د کندوز برېښنا رياست څه باندې يو ميليارد افغانۍ عوايد راټول کړي
د کندوز د برېښنا حوزې رياست مسئولين وايي: د تېر ۱۴۰۰ لمريز کال د سنبلې له مياشتې د ۱۴۰۱ لمريز کال تر مرغومې مياشتې يو ميليارد، ۱۴۹ ميليونه، ۲۲۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ عوايد راټول کړي دي.د دغه ولايت د برېښنا حوزې رئيس ملا شهدالله نسيم له باختر آژانس سره په ځانکړې مرکه کې ويلي، چې د تېر ۱۴۰۰ لمريز کال د سنبلې له مياشتې تر ۱۴۰۱ لمريز کال مرغومې مياشتې پورې يې يو ميليارد، ۱۴۹ ميليونه، ۲۲۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ عوايد راټول او په شفاف ډول د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.د ملا نسيم په خبره: د فساد پر وړاندې يې جدي مبارزه کړې، چې د دغه عوايدو په راټولېدو سره د تېرو کلونو په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.دی وايي، چې که څه هم له پوروړو څخه ميليونونه افغانۍ راټولې شوې دي، خو اوس هم ۸۴ ميليونه، ۲۱۷ زره او ۱۲۱۴ افغانۍ پورونه پاتې دي، چې د راټولو لپاره يې جدي هڅې روانې دي.د شهدالله نسيم په خبره، که څه هم د کندوز د مرکز په ګډون د دشت ارچي، قلعه زال او آقتاش ولسواليو زياتره سيمې تر اوسه له برېښنا بې برخې دي، خو د اسلامي امارت له بريا وروسته د کندوز د مرکز چهارسرې، عسقلان، ينګي عارق، نيکپي او تلوکه سيمو ته او دغه د چهاردرې او علي آباد ولسواليو دوو کليو ته برېښنا ورکړل شوې ده.د کندوز د برېښنا رئيس د دولتي ادارو، د کندوز له ښاريانو او ټولو پېرودونکو غواړي، چې برېښنا بېلونه په خپل وخت تحويل کړي، تر څو د ستونزو سره مخ نه شي.