افغانستانخبرونه

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست د اسلامي هوساينې مؤسسې له رئيس سره وکتل

د اسلامي هوساينې مؤسسې رئيس : د خلکو د اړتياوو په اساس به د بيارغونې پروژې پلې کړو
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست ملا محمد يونس اخندزاده وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د اسلامې هوساينې مؤسسې له عمومي رئيس عمير او مل پلاوي سره وکتل.د اسلامي هوساينې مؤسسې عمومي رئيس په دې کتنه کې د خپلو فعاليتونو په هکله سرپرست وزير ته معلومات ورکړل او ويې ويل: ((موږ په ۴۰ اسلامي هيوادونو کې فعاليت کوو او زموږ دفتر د بيارغونې، روغتيا، بشري مرستو، د بې سرپرسته کورنيو او ماشومانو د لاسنيوي په برخه کې کارکوي.) نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکي کې به د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په لارښوونه د خلکو د اړتياوو په اساس د بيارغونې پروژې پلې کړي.په ورته وخت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست په دې کتنه کې وويل ،چې خيريه بنسټونه او موسسې کولای شي، چې په ډاډه زړه د اسلامي امارت د موسسو او انجوګانو له کړنلارې سره سم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي. هېره دې نه وي، چې په دې کتنه کې دواړو لوريو پر دوامدار همکاريو ټينګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *