افغانستانخبرونه

د کابل ښار په پنځه لسمه ناحيه کې د زرغونتيا چارې پيل شوې

د کابل ښار پنځه لسمې ناحيې اړوند پروان هوټل ته مخامخ د (۲۵۸۴) متر مربع سيمې د زرغونتيا چارې، په داسې حال کې چې، د پنځه لسمې ناحيې رئيس عبدالبصير خليلي او د زرغونتيا رياست مرستيال سراج الدين پټان هم حاضر وو، پيل شوې.د پنځه لسمې ناحيې رئيس په دې اړه وويل: دغه سيمه چې پخوا غصب شوې وه، د غير قانوني او خپلسرو تاسيساتو له شتون څخه ترپاکيدو وروسته يې د رغولو او زرغونتيا چارې پېل شوې دي.همدا راز د زرغونتيا رياست مرستيال وويل، چې په دې سيمه کې د راز راز نيالګيو له کېنولو سربېره، چمن هم کرل کېږي ،تر څو په يوې ښکلې زرغونې سيمې بدله او د احاطې او کټارو د نصبولو چارې به يې هم ډېر ژر پيل شي.شنې سيمې، عامه ملکيت دی او هېڅ حکمي او حقيقي شخص ته به اجازه ورنکړل شي چې ناوړه ګټه ترې واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *