افغانستانخبرونه

د هېواد په ۹ ولايتونو کې څه باندې ۹ زره اړمنو کورنيو ته مرستې وويشل شوې

د فارياب، لغمان، ننګرهار، سمنګان، بادغيس، پکتيکا، کابل، پروان او کاپيسا ولايتونو سيمه‌ييز چارواکي وايي، په دغو ولايتونو کې يې له ۹۱۲۹ اړو کورنيو او راستنېدونکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کړې ده.د فارياب د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست سيمه ييز چارواکي وايي، چې د خوړو نړيوال پروګرام د هنګري د انستيتيوت په همکارۍ په دولت آباد ولسوالۍ کې پر ۲۵۴۵ اړمنو کورنيو خوراکي توکي وويشل.د دې رياست د معلوماتو له مخې، UNOPS د CHA په تخنيکي همکارۍ د پلچراغ ولسوالۍ په ۱۸۱۰ کارکوونکو باندې د کار په بدل کې اته ميليونه افغانۍ نغدي ويشلي دي.دغو کارکوونکو د سړکونو د ترميم او پخولو، د کانالونو پاکولو، د ډبرو د کانالونو د جوړولو، استنادي دېوالونو او پلچکونو په پروژو کې کار کاوه.په همدې حال کې د لغمان د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي ، چې د خوړو نړيوال پروګرام د دې ولايت په قرغيي ولسوالۍ کې پر ۱۴۴۴ اړمنو کورنيو څه باندې څلور ميليونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.بل خوا د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ، چې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت له خوا له ۴۰۰ اړمنو کورنيو سره د ۱۱۶۰۰ افغانيو نغدي مرسته وشوه.خو د سمنګان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي وايي، چې د قوس په نهمه د دغه ولايت په خرم او سروباغ ولسواليو کې له ٩٥٢ کورنيو سره د افغان سولې د بشري موسسي له خوا نغدي مرسته وشوه.دغه نغدي مرستې د معلولينو، يتيمانو او ناروغانو ته ورکړل شوې او هرې کورنۍ ته پنځه زره شپږ سوه افغانۍ وويشل شوې.دغه راز د بادغيس او پکتيکا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د خوړو نړيوال پروګرام له لوري پر ٦١٩ اړمنو او راستنېدونکو کورنيو، په بادغيس کې ٨٢ او په پکتيکا کې پر ٥٣٧ کورنيو مرستې وېشل شوې دي.په همدې حال کې د افغان سري مياشتي اعلان کړی، چې په کابل، کاپيسا او پروان کې يې ۱۳۶۸ اړمنو کورنيو ته غوښي وېشلې ده.دغې ادارې په کابل کې پر ۵۵۵ کورنيو، په پروان کې ۳۰۰ کورنيو او په کاپيسا کې ۵۱۳ کورنيو ته غوښي وېشلې ده.د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه نړيوالو مرستندويه موسسو په بېلابېلو ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره مرستې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *