افغانستانخبرونهروغتیا

د هلمند درېو ولسواليو کې د نري رنځ د تشخيص ماشينونه فعال شول

ځايي سرچينو د هلمند د عامې روغتيا رياست له لوري د دې ولايت په درېو ولسواليو کې د نري رنځ ناروغۍ د تشخيص ماشينونو د فعاله کېدو خبر ورکړی دی.د ياد ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر سيد احمد سعيد ويلي، چې ياد ماشينونه په ګرمسېر، ګرشک او موسی کلا ولسواليو کې فعال شوي دي.د نوموړي په خبره له يادو ماشينونو څخه به د نري رنځ د تشخيص او مقاوم نري رنځ ناروغۍ په کشف او درملنه کې کار واخيستل شي.د سرچينې د معلوماتو له مخې د دغو ماشينونو له ډلې څخه دوه پايې، چې په ګرمسير او موسی کلا ولسواليو کې فعال شوي او يوه پايه جن ايکسپرت ماشين، چې په ګرشک ولسوالۍ کې فعال شو د روغتيايي علومو مؤسسې له لوري خريداري شوي و.د يادوني وړ ده، چې له دې وړاندې د دغو ماشينونو دوه پايې په بُست ولايتي روغتون کې هم فعال شوي وو.     باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *