افغانستانخبرونه

د منصورالمجاهدين له مدرسې ۶۷ تنه منسوبين فارغ شول

د ۲۰۳ منصوري قول اردو منصورالمجاهدين له مدرسې ۶۷ تنه مجاهدين د لويې او وړې دورې له زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول. دغه مراسم د يادې قول اردو د قرارګاه په جامع جومات کې د عقيدتي او فرهنګي چارو مديريت له خوا د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په نطاقۍ او ويندويۍ سره ترسره شول، چې ويناوالو فارغ شويو علماوو ته د دغه ستر وياړ د مبارکۍ ترڅنګ د اسلامي او شرعي علومو د زده کړو په اهميت او اجر خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ يې مننه وکړه، چې په ټولو نظامي او ملکي ارګانونو کې يې مجاهد منسوبينو ته د ديني علومو د زده کړو زمينه برابره کړې.په دغو مراسمو کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو پخوانی او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اوسنی قوماندان الحاج قاري محمد ايوب (خالد) او ورسره پلاوي، د منصوري قول اردو مرستيال قوماندان حاجي روح الله امين (روحاني)، درستيزوال مولوي عبدالعلي (جهاديار)، د لوا قوماندانانو ،د قرارګاه او اړوند جزوتامونو مسئولينو، د منصورالمجاهدين دارالعلوم علماء کرامو، شيوخ عظامو، د فارغ شويو علماوو اقاربو، نعت خوانانو او يو شمېر مجاهدينو ګډون درلود، په پای کې فارغ شويو علماوو ته پګړۍ وتړل شوې او د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *