افغانستانخبرونه

د غزني ښاروالۍ ۱۱ ټنه تاريخ تېري خوراکي توکي وسوځول

د غزني ښاروالۍ له لوري د تېرو دوو مياشتو په لړ کې راټول کړای شوي ۱۱ ټنه تاريخ تېري خوراکي توکي وسوځول شول.د غزنې ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم مدير مولوی احمد الله وارث باختر آژانس ته ويلي، چې دغه توکي د تېرو دوو مياشتو په لړ کې  د ښار له هټيو راټول کړای شوي وو چې پرون وسوځول شول.وارث زياته کړه، د غزني ښاروالۍ د ښاري نظم او د ښار د پاکوالي په برخه کې اساسي تدابير نيولي او هره ورځ د ښار په هټيو او دوکانونو کې د بې کيفيته او تاريخ تېرو توکو د پلور مخه نيسي.ده د غزني له ښاريانو وغوښتل، چې د اړتيا وړ توکو له پېرلو مخکې يې نېټې ته پام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *