افغانستانخبرونه

د ترېنکوټ ښاروال: د ښاري ماسټر پلان پاتې چارې به ژر بشپړې کړو

په ترېنکوټ ښار کې د تېرې ادارې پر مهال د پراختيا او خلکو ته د آسانتياوو رامنځته کېدو په هدف د محمداوود خان او محمد ظاهرشاه د وخت ماسټر پلان د عملي کولو چارې پيل شوې،خو د تېر نظام په سقوط سره د ياد ماسټر پلان چارې هم له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.د دغه ولايت اوسېدونکي وايي: ورځ تر بلې په ښار کې د دوی ژوند سختېږي او بايد ژر تر ژره د ياد پلان نيمګړې چارې پيل او بشپړې شي.د ارزګان دوه اوسېدونکي دل اغا او مجاهد رسنيو ته ويلي، چې که ياد ماسټر پلان بشپړ شي، ښار به پراخه شي او خلک به له آسانتياوو برخمن شي.دل اغا وايي: ((زموږ په سيمو کې د خلکو کورونه نړېدلي، د دغو نقشو پلي کېدو تراوسه هېڅ معلومات نشته. دلته راغلل د خلکو کورونه يې ونړول، يو سړک يې دلته نه دی جوړ کړی. )) مجاهد بيا وايي: ((تراوسه هغه کندې او سړکونه پاتې دي، موږ له حکومته غوښتنه کوو، چې دلته سړکونه جوړ شي.)) انجنير رحمت الله روان هم د ماسټر پلان پر پلي کېدو ټينګار کوي او وايي: اوس ترېنکوټ ښار زيات کوچنی دی، چې د ماسټرپلان په پلي کېدو سره به دغه ستونزه حل شي.دی وايي: ((د دغه ماسټر پلان په تطبيق سره به وکولای شي ،چې د ښار خلک له ډېرو پراختيايي چارو برخمن شي، لکه تعليم، روغتيا او په ګڼو نورو برخو کې ، ځکه اوس د ترېنکوټ ښار ډېر کوچنی دی، خو د دغه ماسټر پلان په تطبيق سره به هم ساحه پراخه شي او هم به د خلکو شته ستونزې حل شي.))د ترېنکوټ ښاروال مولوي هنر وايي: د تېر نظام پر مهال د ارزګان د ماسټر پلان چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او د پاتې ۲۰ سلنه چارو بشپړېدو ته هم دوی ژمن دي او ژر به يې چارې پيل شي.ده زياته کړه : (( د ترينکوټ په ښار کې کوم ماسټر پلان چې د محمد ظاهر شاه د وخت دی، په تېر نظام کې يې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې ۲۰ سلنه کارونه به زموږ له خوا مخ ته ولاړ شي. )) نه يوازې ارزګان، بلکې د افغانستان ډېر ښارونه له ماسټرپلان پرته جوړ شوي، چې خلکو ته يې بېلابېلې ستونزې پيدا کړې دي.غوښتنې دا دي ،چې که په ښارونو کې ماسټر پلانونه جوړ شي، خلکو ته به ډېرې آسانتياوې برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *