
افغانستان
د تخار پوهنې رياست ته يو ميليون ټوکه درسي کتابونه وسپارل شول
د تخار د پوهنې رياست مسئولينو وايي، چې د پوهنې وزارت له لوري ورته يو ميليون او ۴۷۱ زره ټوکه درسي کتابونه سپارل شوي دي.د د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي حزب الله مبشر وويل، چې په نږدې ورځو کې به د دغه ولايت په ټولو دولتي ښوونځيو کې د يادو کتابونو د وېش لړۍ پيل شي، چې ورسره به ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ۸۰ سلنه کمه شي.ده زياته کړه، چې د پوهنې رياست له خوا ترلاسه شوي کتابونه په دري، پښتو او ازبکي ژبو چاپ شوي، چې په هر ښوونځي کې به د زده کوونکو په مورنۍ ژبه ووېشل شي.دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې په تخار کې د يو شمېر ښوونځيو مسئولينو او زده کوونکو په ښوونځيو کې د درسي کتابونو له نشتوالي شکايت کاوه. باختر