افغانستانخبرونه

د بغلان د احصايې او معلوماتو رياست تېر کال ۴۷ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د بغلان د احصايې او معلوماتو رياست مسئولين وايي، چې په تير ۱۴۰۲ کال کې يې ۴۷ ميليونه افغانۍ عوايد د بېلابېلو خدمتونو له لارې راټول کړي دي.د ياد ولايت د احصايې او معلوماتو رئيس مولوي ګل رحمن رحماني  وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې يې د برښنايي او کاغذي پيژندپاڼو د وېش، د زېږون کارت، د کاغذي پېژندپاڼې د تائيدۍ او د فوتي پارچې د وېش  له امله ۴۷ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.رحماني زياته کړه، چې  خپلو مراجعينو ته يې د ۱۴۰۲ کال په لړ کې دې ولايت کې د سن اصلاح او ګڼې نورې اسانتياوې رامنځ ته کړې او هڅه کوي، څو په چټک ډول لازم خدمتونه خپلو مراجعينو ته وړاندې کړي.د دې رياست کارکوونکي وايي، چې په ورځني ډول د ۳۰۰ مراجعينو کارونه په دغې اداره کې بشپړېږي څو برښنايي پېژندپاڼې ورته ووېشل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *