افغانستانخبرونه

د افغان – ټرانس اورګاډي پروژې د پراختيا لپاره  ګډ شرکت جوړېږي

د قزاقستان جمهور رئيس له خپل ازبيک سيال سره د افغانستان د ترانسپورت او د اورګاډي پټلۍ  پروژې د پراختيا لپاره د ګډ شرکت پر جوړولو خبرې وکړې.د قزاقستان ولسمشر  قاسم جومارت توکايف له خپل ازبيک سيال شوکت ميرضيايف سره وکتل او د افغان – ټرانس اورګاډي  پروژې د پراختيا لپاره يې د ګډ شرکت پر جوړولو خبرې وکړې.په دې کتنه کې دواړو لورو د دې شرکت پر جوړېدو هوکړه کړې ده.د حيرتان-مزار رېل پټلۍ د افغان-ترانس اورګاډي يوه برخه ده، چې اوسمهال له منځنۍ اسيا څخه د هيواد د اړتيا وړ توکي ډېره برخه له همدې لارې افغانستان ته داخلېږي.تمه ده چې دا پټلۍ به د ترمز ښار د مزار شريف، پلخمري، کابل او جلال آباد له لارې له پېښور ښار سره ونښلوي.د افغانستان – ټرانس پټلۍ د منځنۍ اسيا هيوادونه له جنوبي اسيا سره نښلوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *