
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په انتقالاتو کې ۲۲ سلنه زياتوالي راغلی
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د لېندۍ له ۲۵مې څخه د مرغومي تر لومړۍ) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۱۳۶ زره ۲۱۱ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حيرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۵ زره ۶۱۵ ټنه، د آقينې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴ زره۶۷۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۹۲۶ ټنه واردات چې ټولټال ۱۳۳ زره ۹۵ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدارنګه، په ياده موده کې ۳۱۱۶ ټنه تجارتي مالونه چې زياته برخه يې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي ،چې هڅې کوي د لا زياتو انتقالاتو لپاره مناسب شرايط چمتو او سوداګرو ته اړينې آسانتياوې برابرې کړي.د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال ۲۲ سلنه زياتوالي راغلي دي. همدارنګه دغه ادارې توانېدلې، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه د پاسه يو ميليارډه ۴۲۱ ميليونه افغانۍ راټول او د اسلامي امارت خزانې ته وسپاري.