افغانستانخبرونه

د افغانستان بانک پلاوی د اسلامي پراختيايي بانک په کلني کنفرانس کې ګډون کوي

د افغانستان بانک د سرپرست رئيس هدايت الله بدري په مشرۍ يو پلاوی د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتيش ادارې (AAOIFI)  او د اسلامي پراختيايي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرين ته په يو رسمي سفر تللی.د دې کنفرانس موخه د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د غړو هيوادونو له لوري د نويو پرمختګونو شريکول، د اسلامي بانکوالۍ پراختيا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او په دې برخه کې د اسلامي هيوادونو له تجربو څخه ګټه اخيستل دي.په دې کنفرانس کې به د مرکزي بانکونو پر استازو سربېره، د اسلامي مالي موسسو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو د شرعي بورډ اعضاء ګډون وکړي.په کنفرانس کې د افغانستان په استازيتوب د افغانستان بانک د سرپرست رئيس هدايت الله بدري، د رياست د دفتر لوی آمر صديق الله خالد او د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر محمد يوسف سليم د ګډون او د نظرونو شريکولو په موخه ياد هيواد ته ولاړل.له دې مخکې د روان ميلادي کال د مۍ مياشتې په ۷مه نېټه د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتيش ادارې په کلنۍ غونډه کې د افغانستان بانک او د يادې ادارې ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شوی و.د دې هوکړه ليک موخه د اسلامي بانکوالۍ پراختيا او د اړوندو چارو تمويل، د کاري وړتياوو لوړول او د ښوونيزو پروګرامونو او پوهاوي په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري رامنځته کول و.د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتيش اداره د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د اسلامي مالي موسسو ترمنځ د همکاريو په موخه په بحرين کې جوړه شوې ده او دا مهال تر 100 زيات غړي لري.د دې ادارې ليد لوري د اسلامي مالي بازارونو د عملياتو لارښوونه، د شريعت د اصولو او قواعدو پر بنسټ مالي راپور ورکوَنه او په اسلامي مالي بازارونو کې د داسې معيارونو برابرول دي، چې د صنعت ودې ته لاره هواروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *