
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پلازمېنې کابل او ولايتونو کې ټولو رسمي او غيررسمي امامانو او خطيبانو ته خبر ورکوي، دا چې د سويډن په هېواد کې د يو متعصب کافر له خوا د مسلمانانو سپيڅلي کتاب قرآن کريم ته بې حرمتي شوې ده او قرآن کريم يې سوځولی دی، بناءً په ټول هېواد کې ټولو رسمي او غير رسمي خطيبانو او امامانو ته جدي سپارښتنه کېږي، چې د قرآن کريم بې حرمتي د جمعې په ورځ د خطابت په يوه برخه کې په شديدو الفاظو سره وغندي. هېڅ مسلمان ته دا کړنه د منلو وړ نه ده او د سويډن له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې دغه متعصب شخص ته سنګينه سزا ورکړي، ترڅو په راتلونکې کې څوک د داسې عمل جرئت ونکړي.