افغانستان

امريکايي چارواکي: اقتصادي بنديزونو پر افغان حکومت کوم اغېز نه دی کړی

يو شمېر امريکايي چارواکي پر دې باور دي ، چې د افغانستان بانک د شتمنۍ کنګل کولو پر طالبانو (( اسلامي امارت)) هېڅ ډول اغېز نه دی کړی.يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وال سټرېټ ژورنال ته ويلي، د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو پر طالبانو (( اسلامي امارت )) کوم اغېز نه دی کړی او هغوی يې د خپل چلند بدلون ته نه دي اړ کړي.  د هغه په وينا: د دغه شتمنۍ د کنګل کولو يو مهم هدف همدا و، چې پر طالبانو (( اسلامي امارت ))  فشار راوړل شي ، تر څو خپل چلند کې بدلون راولي خو کوم اغېز يې نه دی کړی.د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا پلټونکې ادارې يا سيګار مشر جان سوپکو هم وال سټرېټ ژورنال ته ويلي، لوېديځ تمه درلوده، چې د دغه شتمنۍ په کنګل کولو سره به طالبانو (( اسلامي امارت )) سره د دې لپاره چنې و وهي ،تر څو هغوی خپل چلند او تګلاره بدله کړي، خو کار يې ور نه کړ او نور دا تمه مخ په ختمېدو ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *