افغانستانخبرونهمقالی اوتبصرې

اسلامي امارت، نړۍ کې د ولسواکۍ ښه بېلګه ده

 

هغه وخت چې د اسلامي امارت مجاهدينو د اشغال پر وړاندې مبارزه کوله، دښمن ډېر داسې تبليغات خپاره کړي وو، چې ګواکې د دغو مجاهدينو په ليکو کې بهرني اتباع جنګېږي او دغې ډلې د افغانستان په ورانۍ پسې راخيستې ده، خو وروسته تر هغې چې اسلامي امارت د اشغال پر وړاندې بريا ته ورسېده او پر کابل واکمن شول، نو معلومه شوه، چې د اسلامي امارت مجاهدين د افغانستان وګړي او له همدې خاورې راپورته شوي لښکر دي. دا يو واضېح حقيقت دي، چې د اسلامي امارت د مجاهدينو په بريا کې د دې خاورې د سپين ګيرو، ميندو، خويندو، ماشومانو او د ټولنې د نورو غړو لوي لاس وو.د جهاد او مبارزې پر مهال ميندې، خويندې او نورې ملالې وليدل شوې، چې مجاهدينو ته يې ډوډۍ پخې کړې، جامې يې ورته پرېمينځلې او د خپل زوي، ورور، خاوند او پلار زنداني کېدل، ټپي کېدل، پر شهادت رسېدل او له کوره لرې اوسېدل او په يوازې ځان د يتيمانو روزل وزغمل.

نو په ټوله کې ويلي شم، چې اسلامي امارت د ولس له منځه راپورته شوي نظام دي او هر غړي يې په افغاني ټولنه کې د اشغالګرو او فتنه اچونکو له لوري د ترسره شويو ظلمونو تر ليدلو وروسته ټوپک ته لاس کړي او له دغو ظلمونو او فتنو څخه د خپلې ټولنې د پاکولو او په امنيت ټينګولو لپاره يې مبارزه کړې.

کله چې ټولنه کې يو څوک د امن راوستو هڅه کوي، طبيعي خبره ده، چې پر ولس ګرانېږي او د ولس په زړه کې ځاي نيسي؛ اسلامي امارت هم همداسې درواخلئ، چې د خپل ولس د هوساينې او عزت ساتلو لپاره يې مبارزه کړې او له همدې لارې يې ولس پر ځان راټول کړي دي.نو کله چې نظام او غړي يې د ولس له منځه د ولس لپاره او ولس په خوښه راپورته شوي وي، دې ته په نړيواله سياسي ژبه کې ولسواکي وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د ډېرو نورو ديموکراتيکو هېوادونو د نظامونو پر نسبت هم ولس ته ډېر منلي او هم د ولس له منځه تشکيل شوي دي.د افغانستان په تاريخ کې ډېر کم داسې پېښ شوي، چې ټول هېواد د يو حاکميت لاندې راغلي وي، خو اسلامي امارت دغه څه وکړل او د هېواد ټوله خاوره يې تر يو حاکميت لاندې راوستله او يو قوي مرکزي حکومت يې رامنځته کړ.بله دا چې اسلامي امارت داسې يو نظام رامنځته کړي، چې د هېواد ټول قومونه او ټول وګړي يې غړي دي او دا مهال پر لوړ رتبه او ټيټ رتبه څوکيو کار کوي او د وطن د ابادۍ په برخه کې خپله ونډه ادا کوي. دا خبر بايد هېره نه شي، چې افغان ولس د خپل عزت او مال امن غوښته، اسلامي امارت ورته برابر کړي، افغان ولس پوځي، سياسي او د فرهنګي اشغال پاي غوښته، د اسلامي امارت مجاهدينو يې دغه ارمان ورپوره کړ.همدارنګه افغان ولس د بنيادي پروژو پلي کېدل غوښتل، امارت يې غوښتنې ته لبيک وويل او د قوشتېپې او نورو پروژو پيل وکړ، چې تر دا مهاله په کې بريالي روان دي.نو اسلامي امارت د ولسواکۍ ښه بېلګه ده او دا ډول نظامونه هېڅکله نه رژېږي او نه شړېږي. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *