
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عالي قراءات معهد، چې په افغانستان کې د (سبعه عشره، تخصص قراءات) د ترلاسه کولو لومړنۍ رسمي اداره ده، د (۱۴۰۲) ښوونيز کال د پنځمې دورې لپاره د تخصصي ازموينې له لارې محصلين مني.
د منلو شرايط:
۱- غوښتونکي بايد د ټول قرآن کريم حافظ وي.
۲- غوښتونکي بايد د دولسم ټولګي د فراغت سند (د رسمي ښوونځيو، دمدارسو او دارالحفاظو) څخه ولري.
۳- د غوښتونکي عمر له (۳۰) کلونو څخه زيات نه وي.
۴- د نوم ليکنې په جريان کې، د غوښتونکي د تابعيت پېژندپاڼه (تذکره) او د هغې کاپي بايد موجود وي.
۵- د نوم ليکنې پرمهال، غوښتونکي بايد 3/4 کې شپږ قطعې عکسونه له ځان سره ولري.
د عالي قراءات معهد ځانګړتياوې:
۱- نيمه لوړې زده کړې په بشپړه توګه وړيا او پرته له لګښت څخه دي.
۲- د پوهنې محترم وزارت له خوا د نصاب تصويب.
3- د پروجکټور په واسطه تدريس او د تلاوت او تمرين لپاره د سونډ سيسټم درلودل.
4- د انګليسي ژبي او کمپيوټر علمي او عملي روزنه.
۵- د پوهنې وزارت له معيارونو سره سم د تجربه لرونکو ښوونکو درلودل.
۶- په بشپړه توګه مناسب او اکاډميک چاپېريال.
۷- د څوارلسم ټولګي د فراغت سندونو وېش د پوهنې وزارت له خوا ترسره کېږي.
۸- د تخصصي ازموينې له کولو وروسته د شرعياتو پوهنځي په درېيم ټولګي کې د شاملېدو حق لري.
نوټ: غوښتن ليک ورکوونکي کولي شي د ۱۵/۱۲/۱۴۰۱ څخه د حوت مياشتې تر وروستۍ ورځې پورې د نوم ليکنې لپاره لاندې پتې ته لاړ شئ.
پته: د ميدان هوايي څلور لاري ترڅېرمه، د عالي قراءات معهد.
د اړيکو شمېري: (۰۷۴۴۴۳۱۱۷۷-۰۷۹۴۶۴۵۰۸۹)