افغانستانخبرونهروغتیا

افغانستان کې د ګوزڼ د تشخيص لابراتوار پرانيستل شو

د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د ګوزڼ د تشخيص لابراتوار د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د عامې روغتيا وزارت په شمول ګڼو چارواکو ګډون پکې کړي و، پرانيستل شو. په دې مراسمو کې د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد وويل:  (( دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د پوليو د تشخيص لابراتوار پرانيستل کېږي.ياد لابراتوار به د پوليو ناروغۍ په ژر او کره تشخيص کې اړين رول ولري او د دې لابراتوار پرانيسته د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړلو په برخه کې د جديت ښکارندويي کوي.))ښاغلي عباد زياته کړه، چې د عامې روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه اخيستي او زموږ موخه دا ده،  چې په ۲۰۲۴ زيږديز کال کې افغانستان له پوليو پاک کړو.ښاغلي عباد همداراز وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو را په دې خوا د هيواد په روغتيايي سکتور کې د پام وړ بدلون راغلي، په ځانګړي ډول د ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتيايي خدمتونو په برخه کې او د پوليو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.د ښاغلي عباد په وينا: د لابراتوار د نتايجو په پايله کې کولای شو کره پرېکړې وکړو او د پوليو په پروګرام کې لا نور اصلاحات رامنځته کړو.د ختيځې مديترانې سيمې لپاره د روغتيا نړيوال سازمان د پوليو د برخې رئيس ډاکټر حميد جعفري د دې لابراتوار پرانيسته د پوليو د تشخيص او له منځه وړلو په برخه کې يوه ستره لاسته راوړڼه ګڼلې او په راتلونکي کې يې د افغانستان د روغتيايي سکتور په برخه کې د لا زياتې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.په پای کې د عامې روغتيا وزارت د مرکزي تشخيصيه لابراتوارونو رئيس ډاکټر احمد ناصر حنفي وويل: د پوليو دتشخيص دغه لابراتوار د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه په هڅو او د بهرنيو همکارانو په مرستې سره جوړ شوی، چې وروسته له دې به په دې لابراتوار کې د پوليو د پېښو تشخيص کېږي.افغانستان کې د پوليو د تشخيص لابراتوار په لومړي ځل د بېل ګېټس بنسټ، دروغتيا نړيوال سازمان او د پوليو د لابراتوارونو د نړيوالې شبکې په ملاتړ جوړ شوی، چې د پنجشنبه په ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *