
د عامې روغتيا وزارت وايي: په نري رنځ يا تبرکلوز د اخته ناروغانو شمېر زيات شوی، چې له نيمايي زيات يې مېرمنې دي.د ياد وزارت په خبره، د روغتيا نړيوال سازمان شمېرې ښيي،چې هر کال تر ۷۵ زرو افغانان په نري رنځ اخته کېږي،چې تر ۵۶ سلنې پورې يې ښځې دي.
اخوا روغتيا پالان بيا وايي: تېر ۲۰۲۲ م کال کې په افغانستان کې د نري رنځ د ناروغانو په شمېر کې درې سلنه زياتوالی راغلی دی.
د مالوماتو له مخې : اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۸۵۰ روغتيايي مرکزونه د نري رنځ درملنې وسايل او اسانتياوې لري.