خبرونهروغتیا

افغانستان کې تېرکال د ملاريا  ۱۸۰زره  ۷۱۸ پېښې ثبت شوي

د اپرېل ۲۵مه د ملاريا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ وه. د عامې روغتيا وزارت مسئولينو کابل کې د يوې غونډې پرمهال  (( د غوره ژوند په موخه د ملاريا پر وړاندې د مبارزې چټکولو)) تر شعار لاندې دغه ورځ ونمانځله.د دغه وزارت مسئولين افغانستان له ملاريا ناروغۍ څخه د زيانمنو هېوادونو له ډلې بولي او ټينګار کوي ، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو څه باندې ۱۸۰ زره پېښې ثبت شوي ، چې له هغه د وړاندې يو کال په پرتله زياتوالي ښيي.د روغتيا وزارت د صحي خدمتونو وړاندې کولو معين عبدالولي حقاني په دې اړه وويل:  (( د ۲۰۲۳کال پرمهال ۳۴ ولايتونو کې پر ملاريا ناروغۍ ۱۸۰زره  ۷۱۸ پېښې ثبت شوي چې له ډلې يې، ۲، ۹۱ يونوي اعشاريه دوه سلنه  ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتيا او خوست ولايتونو کې ثبت شوي دي.))روغتيايي مسئولين همدارنګه وايي، چې پر ملاريا ناروغۍ د اخته کېدو د مخنيوي لپاره اړتيا ده، چې هېوادوال چاپېريال پاک وساتي او د اوړي پرمهال له پشه‌خانې استفاده وکړي؟ دوی ټينګار کوي ، چې هيواد کې د ملاريا ناروغۍ ګواښ اوس هم جدی دی.بله‌خوا روغتيايي مسئولين زياتوي ، چې د ملاريا په څېر د ساري ناروغيو د درملنې او وقايې لپاره د نړيوالو همکاريو ته اړتيا لري.د عامې روغتيا وزارت د وقايوي طب مشر حيدرخان حيدر وايي:  ((اوس موږ پوهېږو چې نړۍ نښلول شوې او سفرونه ډېر شوي ، چې له يوه هيواده بل هيواد ته د ساري ناروغيو لېږد هم کېږي، که دلته محوه نه‌شي، نور هيوادونه هم تر ګواښ لاندې دي. د همدې لپاره مو غوښتنه دا ده، چې نړيوال سازمانونه دې دې برخه کې همکاري وکړي.))د يوشمېر نړيوالو سازمانونو استازي چې د ملاريا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې يې ګډون کړی ډاډ ورکوي ، چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د افغانستان روغتيايي نظام سره همکارۍ او هڅو ته دوام ورکوي.د ملګروملتونو د پرمختيايي پروګرام استازي احمدولي صديقي دې غونډې ته وويل:  (( موږ راتلونکو درېوو کلونو کې له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کاله پورې د ملاريا د کنټرول نړيوال صندوق لپاره بوديجه جذب کړې چې دا د ملاريا د کنټرول لپاره ستر برياليتوب دی.))د يادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۲۳ ميلادي کال پرمهال افغانستان کې د ملاريا ناروغۍ له امله د هېڅ ناروغ مړينه نه ده ثبت شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *