افغانستانخبرونه

افغانستان پاکستان ته: د محدوديتونو د وضع کولو پر ځای د آسانتياوو برابرولو هڅې وکړئ

د افغانستان د ماليې وزارت، د اعلاميې په خپرولو سره، له پاکستان څخه غوښتي، چې د محدوديتونو وضع کولو پر ځاي دې د اسانتياوو برابرلولو هڅې وکړي.د ماليې وزارت په اعلاميه کې ويل شوي دي: په دغو وروستيو کې د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري د ترانزيټ د نړيوالو اصولو خلاف د افغانستان پر ټرانزيټي اموالو يو لړ محدوديتونه لګېدلي، چې افغان سوداګر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.اعلاميه زياتوي: د افغانستان ماليې وزارت د ترانزيټ په برخه کې سوداګرو ته د آسانتياوو برابرولو په موخه له مبدا ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پورې زماني معياد له (پنځه ورځو څخه لس ورځو) ته زيات کړي، مالي جريمې معاف شوې او د هېواد ټولو ګمرکونو ته لارښوونه شوې، چې د ترانزيټي اموالو ګمرکي طي مراحلو ته لومړيتوب ورکړي.
ماليې وزارت دغه راز له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د نړيوالو ترانزيټي اصولو له مخې، د افغانستان له ترانزيټي اموالو سره ورته عمل وکړي او د محدوديتونو د وضع کولو پر ځاي دې د اسانتياوو برابرولو هڅې وکړي چې د نړيوالو اصولو او ښه ګاونډيتوب په فضا کې دواړه هېوادونه مثبتې سوداګريزې اړيکې ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *