افغانستانخبرونه

افغانستان ته له يومياشتني ځنډ وروسته د ۴۰ ميليونه ډالرو کڅوړه راورسېده

افغانستان بانک تر يوې مياشتې ځنډ وروسته پرون يو ځل بيا د ۴۰ميليونه ډالرو نغدې بشري مرستې رارسېدو خبر ورکوي.د دغه بانګ پر ټوېټرپاڼه ليکل شوي، چې له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام يو ځل بيا ۴۰ميليونه امريکايي ډالر کابل ته راورسېدل او يو خصوصي بانک ته وسپارل شول.دغه بانک له افغانانو سره د نړيوالو د نغدي مرستې هرکلی کړی او له هغوی يې غوښتي، چې دغه مرستې د بانکي سکتور له لارې افغانستان ته راولېږدوي.تر دې وړاندې هم تر يو ميليارد ډالر ډېره بشري مرسته افغانستان ته رالېږدول شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *