افغانستانخبرونه

افغانستان ته د ۴۰ميليون ډالرو نغده د بشري مرستې کڅوړه را ورسېده

د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي ،چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې د سلواغې په ۱۹مه د ۴۰ ميليونو ډالرو يوه بله کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده.د ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو دغه کڅوړه له نږدې يوي مياشتني ځنډ وروسته کابل ته رالېږدول شوې ده. د نغدي مرستو وروستۍ کڅوړه د مرغومې په ۲۴مه افغانستان ته را استول شوې وه. د راپورونو له مخې، تراوسه د ۴۰ ميليونو ډالرو ۲۳ کڅوړې او د ۳۲ ميليونو ډالرو ۳۰ کڅوړې افغانستان ته لېږل شوي دي.د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ: د اسلامي امارت له راتګ وروسته افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د نغدي مرستو ټوليزه کچه څه باندې يو ميليارډ او ۸۷۳ ميليونه ډالرو ته رسېږي.دغه بانک همداراز ويلي: (( د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام ،چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاينه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پياوړتيا او ټينګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.))د افغانستان بانک له نړيوالې ټولنې د مرستو د مننې ترڅنګ هيله‌مندي ښودلې چې دغه مرستې دې د بانکي سکتور له لارې وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *