افغانستانخبرونه

افغانستان ته د ايراني توکو د صادراتو کچه زياته شوې

ايراني چارواکي وايي: د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتې څخه د روان کال تر غويي مياشتې پورې له هغه هېواده د ۳۵۰ مېليونو ډالرو په ارزښت افغانستان ته غيرنفتي توکي صادر شوي ،چې د نورو کلونو په پرتله ۴۱ سلنه زياتوالي ښيي. تهران ټايمز د ايران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ  برخې د مشر حسين روستايي له قوله ليکلي، چې د روان کال په دوو مياشتو کې د ايران او افغانستان تر منځ په صادراتو کې ۴۱ سلنه زياتوالي راغلی او د تېر په پرتله د ۱۰۲ مېليونو ډالرو په ارزښت زيات توکي افغانستان ته صادر شوي دي. روستايي وايي، چې ايران په همدې موده کې ۱۸۱ ټنه غير نفتي توکي لکه خوراکي او غير خوراکي مواد، وسپنه، پولاد، سپک او درانه هايدرو کاربنونه، سابه او تازه مېوې افغانستان ته لېږدولې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *