افغانستانخبرونه

افغانستان او پاکستان د بار وړونکو موټرو پر نوي ترانسپورتي ميکانيزم هوکړه کړې

د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت څرګنده کړې، چې افغانستان او پاکستان د بار وړونکو موټرو د ور داخلېدو پر لنډمهالي سند ورکولو هوکړه کړې ده.دغه وزارت پرون په خبرپاڼه کې ويلي: هغه موټر چلوونکي او کلينران، چې له افغانستان او پاکستان څخه سوداګريز توکي لېږدوي؛ بايد دغه سند له ځانه سره ولري، چې وکولی شي له دې لارې تېر شي.د دې خبرتيا پر بنسټ، ياد سند به په کابل کې د پاکستان سفارت او په کندهار کې د قونسلګرۍ له‌خوا پر اړوندو افغانانو ووېشل شي.د پاکستان د وګړو لپاره دا سند په پېښور او کوېټه کې د افغانستان د ترانسپورټي اتشې له‌خوا ورکول کېږي.د ترانسپورت وزارت د بار وړونکو وسايطو له خاوندانو او چلوونکو څخه غوښتي، چې د غبرګولي مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې دې د اړتيا وړ اسناد خپلو اړوندو ترانسپورټي شرکتونو ته وسپاري.دغه وزارت دا خبرداری هم ورکړی، چې د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته به له نويو اسنادو پرته باروړونکې لارۍ پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ ونشي کولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *