
د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې مسئولين وايي: له ازبيکستان سره يې د رېل پټلۍ په برخه کې په ۱۰ سلنه تخفيف نوی تړون لاسليک کړی دی. د رېل پټلۍ ادارې رئيس بخت الرحمن شرافت وايي :افغانستان پخوا له قزاقستان سره په کلنۍ توګه د رېل پټلۍ د کرايي په برخه کې د٤١ ميليونو ډالرو تړون لاسليک کړی و، خو دی وايي چې په همدې برخه کې نوی تړون له ازبيکستان سره په درې اعشاريه اووه ميليونو ډالرو لاسليک شوي دي. دی زياتوي، دغه تړون د دوو کلونو لپاره لاسليک شوی، چې له مخې يې، د ترمز – مزارشريف د رېل پټلۍ حفظ او مراقبت هم د ازبيکستان هېواد پر غاړه دی. په همدې حال کې د ازبيکستان د رېل پټلۍ استازي جمشيد بابه قل وايي، چې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوي د مذاکراتو په څنډه کې د ازبيکستان – مزارشريف د رېل پټلۍ پر غځولو هم ټينګار وکړ. ده وويل، هېواد يې هڅه کوي چې د حيرتان رېل پټلۍ تر پاکستانه پورې وغځوي.