اعلامیې

د یخنۍ له امله د یوشمېر هيوادوالو د مړېڼې  په اړه د اسلامي امارت د خواخوږۍ پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په ځینو ولایتونو کې د شدیدې یخنۍ له امله زموږ یوشمیر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

انالله و اناالیه راجعون

د افغانستان اسلامي امارت د ټولو تلف شويو هیوادوالو له خپلوانو او کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي.

شهیدانو ته فردوس جنت او ناروغانو ته عاجله شفا غواړي.

د تلف شويو کسانو خپلوانو او متعلقینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوي.

له الله تعالی څخه غواړي چې زموږ نور هېوادوال د یخ او نورو افاتو له ضرر څخه وژغوري.

د ا.ا.ا اړوندو ادارو او مسؤلینو ته لارښوونه کېږي چې تر وسه وسه له زیانمنو شويو کورنیو سره مرستې وکړي او د لا زیاتو تلفاتو د مخنیوي لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.
والسلام  د افغانستان اسلامي امارت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *