اعلامیېافغانستان

د کب مياشتې د معاش د ورکړې په اړه د ماليې وزارت خبرتيا

دا چې د کب مياشتې له پای ته رسېدو سره سم، روان (۱۴۰۱) مالي کال ختمېږي او د راتلونکي مالي کال د بودجې تر تصويب پورې د ماليې وزارت د خزاينو د سيستم فعاليت درېږي او بيا هېڅ ډول رسمي حوالې نه اجرا کېږي؛ نو په همدې اساس د ماليې وزارت وغوښتل ،چې د ټولو دولتي کارکونکو (پرته له قرارداديانو) د کب مياشتې معاش د همدې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه اجرا کړي، چې د کب مياشتې د معاش په ورکړه کې احتمالي ځنډ رامنځته نشي.د قراردادي کارکوونکو معاش به د کب مياشتې له ۱۵مې څخه اجرا شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *