افغانستانخبرونه

اسلامي امارت: ۱۴ هېوادونو ته مو خپل ډيپلوماتان لېږلي

د افغانستان اسلامي امارت وايي: دوی تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډيپلوماتان لېږلي او هڅې روانې دي ،چې د نورو ډيپلوماتيکو مرکزونو کنټرول هم ترلاسه کړی. د سرپرست حکومت وياند ويلي، چې د تېر حکومت ډيپلوماتان له بهرنيو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي. نوموړي ويلي: دوی ايران، ترکيې، پاکستان، روسيې، چين، قزاقستان او نورو عربي يا هم افريقايي هېوادونو ته خپل ډيپلوماتان لېږلي. تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم د افغانستان حکومت په رسميت نه دي پېژندلي ،خو پاکستان، ترکيې، قطر او چين په افغانستان کې فعال ډيپلوماتيک ماموريتونه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *