
اسلامي امارت د امريکا د بهرنيو چارو وزير هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې يو شمېر امريکايي وګړي په افغانستان کې بنديان دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد له يوه خصوصي تلوېزيون سره په مرکه کې همدارنګه ويلي، چې له دوی سره هېڅ امريکايي وګړي نه شته او نه هم په تازه توګه کوم امريکايي نيول شوي.
تر دې وړاندې امريکايي رسنيو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن له قوله راپور ورکړي و، چې لا هم څو امريکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی يې د خلاصولو هڅه کوي