
د بهرنيو چارو وزارت ويلي: هغه افغان، چې غوښتل يې پر بايسکل حج ته لاړ شي، خو د عراق د حکومت له لوري بندي شوی و، هېواد ته راستون شو. ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ياد کس راز محمد نومېږي او د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې رازمحمد، چې څه موده وړاندې د حج فريضې د ادا کولو په موخه پر بايسکل له افغانستانه روان شو او په عراق کې د حکومت له لوري زنداني او په اوږده حبس محکوم شوی و، تازه د بهرنيو چارو وزارت په هڅو له زندانه آزاد او په دولتي مصارفو هېواد ته راستون شو.سرچينې همدارنګه زياته کړې، چې د بهرنيو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو د قانوني ستونزو د هواري په موخه هلو ځلو ته ژمن دی، خو بيا هم په ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې بهرنيو هېوادونو ته له غير قانوني، نا مروجو او په ناسالمو لارو له تګ څخه ډډه وکړي.