
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په سويډن کې د قرآن کریم سوځونه او بېحرمتي په کلکو ټکو غندلې او له یاد هېواده یې غوښتي چې عامل ته يې سزا ورکړي.
د راپورنو له مخې تېره ورځ په سويډن کې د ترکیې پرضد لاریونونه شوي او په ترڅ کې يې د سویډن يوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قرآن کریم نسخې سوځولي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې اسلامي امارت په سويډن کې د قرآن کریم سوځونه او بېحرمتي په کلکو ټکو غندي بهرنیو چارو وزارت د سویډن پر حکومت غږ کړی چې د قرآن کريم د سوځونې عامل مجازات کړي او د بيا لپاره دغه ډول اشخاصو ته اجازه ورنه کړي چې د اسلام مبارک دین او مسلمانانو پر ضد داسې وحشیانه او پاروونکې کړنې ترسره کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي د بیان آزادۍ تر چتر لاندې د اسلام ضد عمل ته چې مسلمانان پکې په نښه او مقدساتو ته سپکاوی وشي اجازه ورکول د منلو وړ نه دی.