
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني لوري له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنيتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډيتوب خلاف اقدامات بولي.د تورخم دروازه وروسته له هغه د پاکستان حکومت وتړله ،چې د تېرې چهارشنبه په ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې ،چې افغان ځواکونه د يوې پخوانۍ امنيتي پوستې، چې کلونه وړاندي جوړه شوې وه پر ترميم بوخت وو.د تورخم لارې تړل د دواړو هيوادونو او سيمې سوداګري اغېزمنوي او د دواړو غاړو عام سوداګر له تجارتي او مالي زيان سره مخ کولای شي.له دې وړاندې په بلوچستان ايالت کې د افغان سوداګرو په انځرو بار لارۍ، چې د واګه بند پر مسير هندوستان ته پر لاره وه، د پاکستاني پوليسو پوستې ته نږدې وسوځول شوه ،چې لوي تشويش او بي اعتمادي يې را منځ ته کړه.همداراز په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د حساس لېست (Sensitive List) په پلمه سلګونه کانټينره بار افغان توکي او موټرې درولي.متاسفانه د ټولو پخوانيو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو پر خلاف، پاکستاني لوري ډېر وخت د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځ ته کوي او د افغان کرنيزو حاصلاتو او ميوو د رسېدو پرمهال په نه توجيه کېدونکو پلمو دروازې تړي ،چې نه يوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زيانمنوي، بلکې د وروڼو ولسونو او هيوادونو تر منځ فاصلې زياتوي او د ټولې سيمې تجارت او ټرانزيټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.
دا چې د تورخم دواړو غاړو ته پر جنازو برسيره په زيات شمېر مسافر ( مېرمنې، سپين ږيري، او ماشومان) بند پاتې دي په هېڅ ډول د توجېه وړ نه دي.د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د تفاهم او ديپلوماتيکو خبرو له لارې د مسايلو هواري ته ژمنتيا باندې ټينګار کوي، د خپل اقتصاد محوره بهرني سياست په نظر کې نيولو سره چې په سيمه کې د تجارت او ټرانزيټ تسهيل يې اصل دي، پاکستاني لوري ته وريادوي ،چې دغه ډول اقدامات يې د افغانستان او سيمې د سوداګرۍ ترڅنګ د پاکستان ملي اقتصاد، چې اوسني وضعيت کې يې پر صادراتو اتکا لا ډېره ده، هم زيانمنوي.په کار ده ،چې دواړه لوري د سيمې د تجارت، ټرانزيټ او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حللارې ولټوي او اجازه ورنه کړي، چې سياسي او نور مسايل اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زيانمن کړي.