افغانستانخبرونه

اسلامي امارت د يو منظم اردو جوړولو ته ژمن دی

د ملي دفاع وزارت لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرتېرو د بنسټيزو زده کړو له ښوونځي څخه د ۱۲۰۰ تنو مجاهدينو د فراغت په غونډه کې د وينا پر مهال ويلي، چې د دې وزارت رهبري د يو منظم دين، هيواد او خلکو ته د ژمن اردو د جوړولو تکل لري.نوموړي ويلي، چې د داسې يو اردو د جوړلو هڅې روانې دي، چې په پوره وړتيا سره له ملي حاکميت او پولو څخه دفاع وکړي.لوی درستيز دغه راز زياته کړې، چې د يو پياوړي اردو د جوړولو موخه يې جګړه کول نه؛ بلکې د هيواد او خلکو خدمت کول دي.بايد وويل شي، چې اوس مهال د هيواد په بېلابېلو پوځي مرکزونو کې زرګونه پوځيان په مسلکي، عقيدتي او نظامي زده کړو بوخت دي، هغه څه چې د هېواد د ملي اسلامي اردو د جوړولو هڅې بلل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *