
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسئولين وايي : اسلامي امارت يوازې د هغو موسسو ملاتړ کوي، چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي او د اسلامي امارت فرمانونو ته غاړه ږدي.د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس اکرام الدين مفتون وايي: (( هغوی نه د اسلامي امارت فرمانونو ته ژمن دي او نه هم افغاني ارزښتونو ته. هغوی سياسي کسان دی، که چېرې سياسي کسان نه وو، بايد پر دغه فرمان يې عمل کړي وای او خپلې مرستې به يې نه اړوندولې.))په همدې حال، د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس وايي: په موسساتو کې د ښځينه وو د کار نه کولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته په دغه ولايت کې د موسساتو فعاليتونه ټکني شوي.د مسئولينو په خبره اسلامي امارت د هغو موسسو ملاتړ کوي ،چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي او د اسلامي امارت فرمانونو ته غاړه ږدي.