خبرونهنړۍ

اسلامي امارت د صهیونېستي ريژیم لخوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله

‏د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ذ صهيونېستي رژيم د ملي امنیت د وزیر لخوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله.

اعلامیه کې دغه راز راغلي: چې د فلسطین د سپېڅلو ځایونو هر ډول بې حرمتي لکه د الاقصی جومات په ګډون چی یوه بېلګه یې ده او له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی.

د صهیونېستي ریژیم د ملي امنیت وزیر ” اتامور بن ګویر” وړمه ورځ بیت المقدس کې سپیڅلي ځای ته چې یهودانو یې د “معبد غزه” په نامه او مسلمانان یې د حرم شریف په نامه پېژني، تللی و.‌

د ویلو ده چې د فلسطین د اسلامي مقاومت حماس ډلې ویاند چې د غزې تړانګي واک په لاس کې لري، د ښاغلي بن ګویر دغه اقدام “جنایت” یاد کړی او فرانسې خبري اژانس ته یې ویلي چې”دا ځای به همداسې د فلسطینیانو، عربانو او اسلام پالو ځای پاتې شي.”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *