افغانستانخبرونه

اسلامي امارت د رسنيو اقتصادي ستونزو ته د حل لار لټوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبريال د ملي ورځې په پار په خپاره کړي پيغام کې ويلي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نيولو سره په هېواد کې د بيان ازادۍ او د رسنيو ملاتړ ته ژمن دي.د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په همدې موخه په خپاره کړي پيغام کې ويلي، چې اسلامي امارت د رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل کولو هڅې کوي.د قانع په خبره په همدې موخه په هېواد کې د ټولو رسنيو عمومي جرايم معاف شوي او باقياتو د ورکړې په موخه د يوې مياشتې موده ۳ کلونو ته غځول شوې ده.سرچينې زياته کړې، چې امنيتي ارګانونه شپه ورځ هڅې کوي، چې د رسنيو او خبريالانو لپاره خوندي او ډاډمن چاپېريال رامنځته او د احتمالي امنيتي پېښو مخنيوي وکړي.د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند همدارنګه خبر ورکړی، چې د يوې نوې جوړې شوې ستراتېژۍ له مخې به په را روان کال کې د رسنيو ستونزې تر ډېره بريده حل شي.نوموړي يو ځل بيا په ټولو رسنيو غږ کړی، چې نړيوالو ته د افغانستان ريښتيني انځور وړاندې کړي او د راپورونو په چمتو کولو کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلي.د يادونې وړ ده،، چې له څو کلونو راهيسې د کب ۲۷مه په هېواد کې د خبريال د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *