
د اسلامي امارت د رئيس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر دفتر وايي، چې په ټول هيواد د اسلامي امارت واکمنېدو سره د افغانستان صادرات په بېساري ډول زيات شوي.دغه دفتر په خپرو کړو معلوماتو کې ليکلي: ((د ۱۴۰۱ کال په لومړيو ۹مياشتو کې د صادراتو کچه ۱۴۲۴ميليون ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې ،چې د کال تېرې ادارې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په لومړيو ۹مياشتو کې د صادراتو کچه په ترتيب سره۴۳۴ او ۴۷۸ ميليون ډالره وه.))د اسلامي امارت د رئيس الوزرا اقتصادي معاونيت دغه راز ويلي، که د صادراتو بهير په همدې بڼه دوام وکړي ، نو د روان ۱۴۰۱ کال تر پايه به يې کچه دوو ميليارډ ډالرو ته ورسېږي.د ډبرو سکاره، وچه او تازه مېوه، غالۍ او يو شمېر نور توکي، بهرنيو په تېره د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د صادراتو مهم توکي بلل شوي دي.