
د اسلامي امارت وياند وايي ،چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اندېښنې درک کوي، خو هڅه کوي، تر څو ټولې چارې د اسلامي شريعت په رڼا کې تنظيم کړي او د غير شرعي اقداماتو مخه ونيسي. داسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي ،چې نړيوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان حالات او د خلکو غوښتنې درک کړي او نړيوال بشري موضوعات او انساني مرستې له سياسي موضوعاتو سره ونه تړي. نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی، چې له ديني اصولو او ملي ارزښتونو سره برابرې وي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وروستۍ ناسته، چې د افغانستان د حالاتو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د لګېدلو محدوديتونو په تړاو جوړه شوې وه، په يوه ګډه وينا پاڼه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت څخه يې غوښتي ،چې پر ښځو لګول شوي بنديزونه ژر تر ژره لرې کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اړه.
د ا.ا.ا د امنیت شورا اندیښنې درک کوي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو ټول امور د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نشي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي.
۲/۱— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) January 14, 2023