افغانستانخبرونه

 اسلامي امارت بايد د افغانستان په اړه هره جوړېدونکې غونډه کې له پياوړې اجنډا سره ګډون وکړي

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راهيسې د افغانستان په اړه لسګونه ناستې ترسره شوې.کارپوهان وايي: په تېرو درېيو کلونو کې ګڼې ناستې د افغانستان په تړاو جوړې شوې او په خبره يې يادې ناستې هېڅ د افغانستان په ګټه نه وې، ځکه د دوی په خبره هر هېواد کوښښ کوي څو د دغسې ناستو له لارې سياسي او اقتصادي موخې تعقيب کړي.د سياسي چارو کارپوه توريالي ځاځي وايي: ((  دا ناستې د دې لپاره کېږي، چې له ګاونډيو نيولې تر نړيوالو هېوادونو پورې د دوی سياسي موخې په کې خوندې دي، موخه افغانستان نه دی، د دوی خپلې سياسي ګټې دي او افغانستان د همدوي د سياسي موخو قرباني شوی دی. که افغانان خپله خپل ځان ته متوجه نه شي، خپلې راتلونکې ته پاملرنه ونه کړي او ملي وحدت لا پياوړی نه کړي؛ نو دا هېواد به له  ستونزو سره مخ وي.))

يو شمېر نور بيا په دوحه کې د افغانستان په تړاو کېدونکې ناسته مهمه بولي او له افغان حکومته غواړي، چې له پياوړې اجنډا سره په کې ګډون وکړي.د سياسي چارو کارپوه معين ګل څمکنی وايي:  (( د دوحې درېيمه ناسته کې بايد اسلامي امارت ډېر واضح دريځ ونيسي، د خاص استازي ټاکل کېدل دومره اړين نه دي او ترڅنګ يې اسلامي امارت بايد هلته د ولس استازيتوب وکړي، جهتونه بايد نه وي، اوس په افغانستان کې داسې نظام قايم دی، چې ټوله خاوره يې تر واک لاندې ده، خپل حکمونه جاري کوي او ښه به دا وي، چې ملګري ملتونه هم دغه موضوع درک کړي او په اړه يې په خپلو تصميمونو کې بدلون راوړي.))څو ورځې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا څخه د دوحې غونډې د اجنډا او ترکيب په تړاو وضاحت وغوښت.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *