
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د روسي چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی وکړ، چې له مخې به يې روسيه افغانستان او پاکستان ته اوبلن ګاز صادر کړي.ياد وزارت پرون د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتو اقتصادي اړيکو ته پوره ژمنتيا لري او مخکې له مخکې يې د سيمه ييز اتصال زمينه برابره کړې ده.په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې اسلامي امارت د فدراتيفې روسيې د لومړي وزير الکساندر نوواک د هغو څرګندونو تود هرکلی کوي، چې ويلي يې دي روسيه غواړي خپل اوبلن ګاز افغانستان او پاکستان ته صادر کړي.سرچينې همدارنګه ويلي، چې اسلامي امارت افغانستان او سويلي آسيا ته د روسيې د اوبلن ګاز صادرېدل د سيمې د هېوادونو لپاره ګټور بولي او هرکلي يې کوي.