
د راپورونو له مخې ، اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو د لوېدیځې نیول شوې یا تر نیواک لاندې غاړې په جنین ښار کې د عملياتو پر مهال د يوې مېرمنې په ګډون ۹ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت په جنین ښار کې وضعیت “ترینګلی” بللی زياتوي هلته د پوځي عملیاتو پر مهال ګڼ خلک ټپیان شوي هم دي چې روغتیایي مرکزونو ته یې امبولانسونه د لېږدولو پر مهال له ستونزې سره مخ دي.
په سيمه کې د یوه ځایي روغتون د کوچنیانو د درملنې په څانګه کې د اسرایلي ځواکونو لخوا اوښکې بهوونکی غاز شیندل شوی دی.
د فلسطین د حماس او اسلامي جهاد ډلو ویلي په “فلش پاینټ” سیمه کې اسرایلي پوځيان د عملیاتو لپاره راغلي وو، چې دوی یې د مخنيوي لپاره لاس په کار شول.
اسرایلي ځواکونو ددې پوځي عملیاتو په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي، خو اسرائيلي رسنيو ادعا کړې چې په سيمه کې د يوه بريد مخه نيول شوې ده.