
د راپورونو له مخې، اشغالګرو اسرائيلي ځواکونو د اشغال شوې لويديځې غاړې د ((نابلس)) ښار په غرب کې پر يوه موټر ډزې کړي، چې په پايله کې يې ۳ تنه فلسطيني ځوانان شهيدان شوي دي.فرانس پريس خبري آژانس د فلسطيني چارواکو په حواله ويلي، چې دغه دردوونکې پېښه د يکشنبه په ورځ هغه مهال رامنځته شوې، چې فلسطيني ځوانانو غوښتل ښوونځي ته لاړ شي.
که څه هم د صهيونيست ريژيم د دفاع وزارت وياند ادعا کړې، چې له موټره يې پر پوځيانو ډزې شوي او په نښه شويو کسانو د فلسطيني مقاومتي غورځنګ اسلامي جهاد سره اړيکې لرلې؛ خو د اسلامي جهاد سرچينو بيا د اشغالګر صهيونيست ريژيم ادعا رد کړې او په خبره يې د پېښې پر مهال يې هېڅ کوم غړي په سيمه کې شتون نه درلود.