خبرونهنړۍ

اسرائيلي اشغالګرو يو ځل بيا پر فلسطين هوايي بريدونه کړي

اسرائيلي اشغالګرو يو وار بيا په غزه کې د فلسطيني مقاومتي ډلو او په ځانګړي ډول د حماس اسلامي سازمان پر پوځي پوستو د ډرون الوتکو بريدونه کړي.

که څه هم د يادو بريدونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، دا بريدونه په داسې حال کې شوي ،چې د اسرائيلي اشغالګرو پر وړاندې له غزې سره نږدې د فلسطينيانو لاريونونه روان وو.
د فلسطين د روغتيا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، اسرائيلي اشغالګرو دغه راز پر فلسطيني لاريون کوونکو ډزې کړي ،چې له کبله يې شپږ تنه لاریون وال شهیدان شوي او له ۱۰ زيات ټپيان دي.
د ویلو ده چې له دې وړاندې هم د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې ګڼ شمېر فلسطيني وګړي شهیدان او ټپيان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *