خبرونهنړۍ

اسرائيلو سوريه کې د ايران د سفارت ودانۍ ويشتلې

هيواد: د راپورونو له مخې اسرائيلي اشغالګرو د سوريې پلازمېنه “دمشق” کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت پر ودانۍ هوايي بريد کړی دی.

د سوريې دولتي تلويزيون خبر ورکړی، چې اسرائيلي اشغالګرو ياد بريد پرون مازديګر ناوخته ترسره کړي دي او يو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشتي سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د اسرائيلو بې پيلوټه الوتکو د ايران سفارت ته څېرمه د سپاه پاسداران او قدس ځواکونو يو مرکز په نښه کړی؛ خو د سفارت ودانۍ ته هم پکې زيان رسيدلی او ځينې برخې يې نړيدلي دي.

د سوريې د دولتي تلويزيون د راپور له مخې د اسرائيلي اشغالګرو په بريد کې شپږ تنه شهيدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

د ويلو ده، چې تر اوسه اسرائيلو او ايران په رسمي توګه د ياد بريد په هکله څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *