افغانستانخبرونه

ازبيکستاني شرکتونو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د کانونو او پټروليم سرپرست وزير د ازبيکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ايرګشوف، د ترانسپورټ وزير الهام محکموف او مل پلاوي سره کتلي. د کانونو او پټروليم وزارت وايي: سرپرست وزير په دې کتنه کې ويلي، چې افغان حکومت د خپل اقتصاد محوره سياست له مخې غواړي له نړۍ سره خپلې سوداګريزې او اقتصادي اړيکې لا پراخې کړي. ورته‌مهال ازبيکستاني پلاوي د هېواد له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي، چې کابل ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا ده. ياد پلاوي زياته کړې، چې ازبيکستاني شرکتونه د عصري تجهيزاتو په درلودلو سره غواړي، چې د افغانستان پرکانونو پانګونه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *