افغانستانخبرونه

اروپايي ټولنې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستايلې

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د اسلامي امارت له هڅو راضي ده.د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د اسلامي امارت چارواکي وستايل، چې د خبرو لپاره ليوالتيا لري او د ترهګرو ډلو؛ په ځانګړي توګه د داعش د ځپلو هڅې کوي.د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي: له اسلامي امارت څخه د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د ګاونډيانو يوه اساسي او اړينه غوښتنه د تروريستي ډلو ځپل دي، چې امارت يې په ښه توګه ځپلی شي.توماس نيکلاسون له آريانا نيوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې ترهګري په ځانګړې توګه داعش د افغانستان او نړۍ امنيت ته ګواښ دی، نو اسلامي امارت بايد په دې برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون وايي: د ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه د داعش ډلې او د دغې ډلې د خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو مبارزه د پام وړ ده. اسلامي امارت په ځلونو ويلي، چې داعش د افغانستان امنيت ته ګواښ ندی او دوی نه غواړي، چې دغې ډلې ته اجازه ورکړ شي، چې له افغانستان څخه بهر سيمې او ګاونډ هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *